۰

غزني کې ماین چاودنې ۷ ماشومان وژلي دي

یکشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۶
سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې ۹ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې ماین چاودنې ۷ ماشومان وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې ۹ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د غوايي ۲۱ مه د غزني مرکز ښار ته نېږدې په عمومي سړک رامنځ ته شوې ده.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، ماشومان د لوبو پر مهال د طالبانو له خوا پر اېښودل شوي ماین چې افغان ځواکونو ته یې اېښی و ختلي او چاودنه یې کړې.

نوموړی وايي، په دغه چاودنه کې ۷ ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د غزني د ولایتي شورا یو غړي امان الله کامراني ویلي، چې د وژل شویو ماشومانو عمرونه ۴ او ۷ کلونو تر منځ و او څلور ماشومان د یوې کورنۍ وو.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ په دایکنډي ولایت کې هم د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز تر هغې بیا یوه ورځ وړاندې په  فاریاب ولایت کې پر ماشومانو خښ شوی ماین هغه مهال چاودلی چې دوی په سیمه کې څاروي څرول.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش ویلي، د چاودنې له امله یې څلور ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي