کندهار کې د داعش د جلب او جذب قوماندان نیول شوی دی

22 ثور 1398 ساعت 8:49

دا دوهم ځل دی چې ملي امنیت ځواکونه په کندهار ولایت کې د داعش ډلې د جلب او جذب د یو مهم قوماندان د نیول کېدو خبر ورکړی دی.


دا دوهم ځل دی چې ملي امنیت ځواکونه په کندهار ولایت کې د داعش ډلې د جلب او جذب د یو مهم قوماندان د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نیول شوی داعشي قوماندان ملا عبدالسلام نومېږي او اصلي د کونړ ولایت اوسېدونکی دی.

د کندهار والي حیات الله حیات پرون شنبې د غوايي ۲۱ مه خبریالانو ته و ویل، چې ملا عبدالسلام د داعش ډلې له لیکو سره د یو ځای کېدونکو کسانو سره د لیدنې لپاره کندهار ته راغلی وو.

نوموړي زیاته کړه، ملا عبدالسلام د داعش د سل کسیزه ګروپ مشري پر غاړه لري او تېره اوونۍ پاکستان ته د اوښتو پر مهال په کندهار کې نیول شوی دی.

د کندهار والي وايي، دغه داعش قوماندان چې د جلب او جذب مسوول هم دی هڅه کوله، چې په دې ولایت کې هم د داعش لیکو ته د جلب و جذب زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې نیول شوي داعشي قوماندان ملا عبدالسلام هم ومنله، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په کونړ کې له داعش ډلې سره همکاره دی.

بل خوا له دې قوماندان سره یو ځای د وسله والو طالبانو ۱۹ غړي، چې د هدفي وژنو یو ګروپ هم په کې شامل دی، خبریالانو ته وښودل.

د کندهار د ملي امنیت رییس برکت الله څمکنی وايي، د افغانستان ځینې ګاونډیان لا هم په جنوبي سیمو ته د جګړې  دوام لپاره وسله وال لېږي او امکانات ورته برابروي.

دا په تېرو درېیو کلونو کې دوهم ځل دی چې کندهار کې د داعش ډلې سره په تړاوو یو شمېر کسان نیول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 116309

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116309/

جمهور
  https://www.jomhornews.com