د بلوچستان د ګوادر ښار پر یوه هوټل ډلیز وسله وال برید شوی

22 ثور 1398 ساعت 9:15

پاکستان کې د بلوچستان ایالت چارواکي وايي، د دغه ایالت په ګوادر ښار کې پر یوه پنځه ستوریزه هوټل ډلیز وسله وال برید شوی دی.


پاکستان کې د بلوچستان ایالت چارواکي وايي، د دغه ایالت په ګوادر ښار کې پر یوه پنځه ستوریزه هوټل ډلیز وسله وال برید شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون شنبې د غوايي ۲۱ مه شوی او د بلوچستان دکورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیاالله لانګو ویلي درې تنه بریدګرو په دغه هوتل برید کړی و.

د هغه په وینا بریدګرو لومړی د هوټل یو ساتونکی وژلی او وروسته یې هڅه کوله، چې د لوړو پوړونو ته وخېږي، خو امنیتي ځواکونو درې واړه بریدګر وژلي دي.

نوموړي دا هم ویل، چې د برید پر مهال ډول بهرني وګړي له دغه هوټل څخه خوندي ایستل شوي او د برید پر مهال څوک نه و.
ویل کېږي په دغه پنځه ستونزیزه هوټل کې تر ډېره د چینایانو په ګډون بهرني وګړي اوسېدل.

که څه هم پاکستاني چارواکو تر اوسه د یوه ساتونکي د وژل کېدو پخلی کړی او نور جزیات یې نه دي ورکړي، خو ویل کېږي په دغه برید کې مرګ ژوبله زیاته وه او چارواکو یې په اړه رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي.

د برید مسوولیت د بلوچستان آزادي غوښتونکي غورځنګ منلي او په یوه اعلامیې کې یې ویلي دي، په دې هوټل یې ځکه برید کړی چې د چین او بهرنیو هیوادونو پانګه وال پکې اوسېدل.

په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې په دغه برید کې دوه ساتونکي ټپیان شوي هم دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې د چنايي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116310

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116310/

جمهور
  https://www.jomhornews.com