سیمه ییز چارواکي وايي، سمنګانو ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې د سیمه ییزه پاڅونوالو د یوه قوماندان د کورنۍ ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د غوايي ۲۱ مه) د سمنګان ولایت د دره صوف پاین ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د یادې ولسوالۍ ولسوال عبدالقین وایي، طالبانو د شپې له خوا د ولسي پاڅونوالو د یو قوماندان پر کور برید کړی او څلور غړي یې ور وژلي دي.
د هغه په وینا د طالبانو په دې برید کې د قوماندان د کورنۍ درې ښځې او یو ماشوم وژل شوی دی او ۱۰ تنه نور، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، ټپیان شوي.
نوموړي د ټپیانو د روغتیايي حالت او دغه راز د قوماندان د نوم په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس: سمنګان