د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، جنوبي کوریا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له امنیت شورا نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پرون شنبې د غوايي ۲۱ مه کابل کې د جنوبي کوریا له سفیر يې ژاهیونګ سره لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د سولې په پروسې، دوه اړخیزو همکاریو، د امنیتي، اقتصادي او پوهنې مسایلو په ګډون پر انکشافي پروژو هم خبرې اترې شوې دي.
د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي محب په دې لیدنه کې له جنوبي کوریا سره د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
سرچینه وايي، سفیر ژاهیونګ ویلي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ کوي.
کابل کې د جنوبي کوریا سفیر ژاهیونګ دغه راز له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ هم ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل