هندي رسنۍ وايي، هند او چین ژمنه کړې، چې د افغان سولې په برخه کې به ګډ کار کوي او ددغه هېواد د ثبات او امنیت لپاره به ګډې هڅې تنظیموي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي رسنیو ویلي، د هند لپاره د چین ځانګړی استازی دینګ شیجن ډهلي ته ورغلی او هلته یې له لوړ پوړو هندي دیپلوماتانو سره لیدلي دي.
سرچینه کاږي، چې په دغه لیدنه کې دواو لورو د افغانستان پر اوسني وضعیت او د سولې پر روانو هڅو او فعالیتونو خبرې کړې دي.
د هندي رسنیو په وینا دواړو لورو ژمنه کړې، چې په ګډه به د افغان سولې او به دغه هېواد کې د ثبات لپاره هڅې تنظیموي.
د هند لپاره د چین ځانګړي استازي دینګ شیجن ویلي، چې دوی له سیاسي لارو د افغان جګړې د حل پلویان دي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي.
په ورته وخت کې هندي چارواکو هم ویلي چې په سیمه کې به د افغان سولې او ثبات لپاره خپلو ګډو کارونو او هڅو ته ادامه ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل