۰
د امریکا پخوانی دفاع وزیر:

که امریکايي پوځیان ناڅاپه و وځي، طالبان به بیا افغانستان ونیسي

یکشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۳
د امریکا پخواني دفاع وزیر رابرټ ګېټس خبرداری ورکړی، که امریکايی پوځیان له افغانستانه و وځي نو حقیقي خطر شته چې طالبان بیا افغانستان ونیسي.
که امریکايي پوځیان ناڅاپه و وځي، طالبان به بیا افغانستان ونیسي
د امریکا پخواني دفاع وزیر رابرټ ګېټس خبرداری ورکړی، که امریکايی پوځیان له افغانستانه و وځي نو حقیقي خطر شته چې طالبان بیا افغانستان ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګېټس چې له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۱ پورې د امریکا دفاع وزیر و، دغه څرګندونې پرون شنبې د غوايي ۲۱ مه د سي بي ایس تلویزیون له (Face The Nation) خپرونې سره په مرکه کې کړي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار کړي، چې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ حکومت باید له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو تر ایستلو مخکې بشپړ ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان حکومت ټینګ دی.

هغه ویلي«فکر کوم مهمه دا ده چې په کومو شرایطو کې خپل پوځیان باسو. فکر کوم د افغانستان حکومت ته د پایښت لپاره د امکاناتو ورکول د افغانستان د راتلونکې لپاره ډېر مهم دي.»

ګېټس خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د امریکايی پوخیانو بې وخته وتل به له خطر سره د افغان ښځو د حقونو د مخامخېدو په ګډون خطرناک عواقب ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې وړاندې د امریکا د پوځ مشر جنرال جوزف ډنفورډ هم ویلي وو، تر چې په افغانستان کې جګړه او شخړې په بشپړ ډول پای ته نه وي رسېدلې، اړینه ده، چې امریکايي ځواکونه دغه هېواد کې پاتې شي.

جنرال ډانفورډ د کانګرېس یوې غونډې ته زیاته کړې وه« فکر کوم تر څو پورې چې په افغانستان ترهګري روانه وي، دې ته اړتیا ده، چې موږ هلته د تروریزم ضد عسکر ولرو.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي