د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د امنیت ځانګړو ځواکونو جوزجان ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال یو طالب ولسوال نیول شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن یکشنبې د غوایي ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې عملیات کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شوی طالب ولسوال مولوي عبیدالله نومېږي او د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وو.
سرچینه زیاتوي مولوي عبیدالله چې په حنفي مشهور و غوښتل د ترهګرو بریدونو د تر سره کولو لپاره شبرغان ښار ته ننوځي، چې د ملي امنیت له خوا وپېژندل شو او ونیول شو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.
جمهورخبري آژانس:کابل