کندهار، اروزګان او ننګرهار کې ۴۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

22 ثور 1398 ساعت 11:18

ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه په جلا جلا خبرپاڼو کې په کندهارو، اروزګان او هلمند ولایت کې د ۴۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه په جلا جلا خبرپاڼو کې په کندهارو، اروزګان او هلمند ولایت کې د ۴۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د غوايي ۲۲ مه په خبرپاڼه کې وايي، افغان پوځیانو د اروزګان په مرکز ترینکوټ اړوند سیمو کې عملیات کړي.

خبرپانه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او د هغوی د ماین جوړولو یوه فابریکه هم له منځه وړل شوې ده.

سرچینه زیاتوی، چې د عملیاتو پر مهال د طالبانو درې میله کلاشنکوف، ۲ میله اېم ۱۶، یو موټی راکټ، ۲ پایې مخابرې، ۲۷ عدده د ماین پلېټونه او ۱۷ کړۍ ماینونه هم د افغان پوځیانو لاس ته ورغلي دي.

بل خوا کورنیو چارو وزارت هم نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پولیسو او طالبانو تر منځ د کندهار د معروف ولسوالۍ په نادر خان کلي کې جګړه شوې ده.

خبرپاڼه وايي، په دغه جګړه کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي، ۹ تنه ټپیان خو افغان پولیسو ته په کې هېڅ ډول زیان نه دی اوښتي.

دغه راز کورنیو چارو وزارت وايي ملي پولیسو تېره شپه د ننګرهار په بټي کوټ او د کندوز په چهار درې ولسوالیو کې څلور تنه وسله وال نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، له یادو کسانو  له یادو کسانو یو میل کلاشینکوف، نهه ډزه د راکټ انداز ګولۍ، درې کړۍ ماینونه، دوه صندوقه د پيکا ګولۍ، ۲۰۰ ډزه د کلاشیکوف ګولۍ، یو ثوب پرتله او درې عدده شاجورونه د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلې دي.

طالبانو د درې واړه پېښېو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 


د مطلب کود: 116321

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116321/

جمهور
  https://www.jomhornews.com