هرات او نیمروز کې غله، کابل او بغلان کې قاچاق وړونکي نیول شوي

22 ثور 1398 ساعت 11:32

افغان پولیسو هرات، نیمروز، کابل او بغلان ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق کوونکي په ګډون ۱۰ تنه وسله وال غله او وسله وال نیولي دي.


افغان پولیسو هرات، نیمروز، کابل او بغلان ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق کوونکي په ګډون ۱۰ تنه وسله وال غله او وسله وال نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د غوايي ۲۲ مه ویلي، پولیسو پرون نیمروز ولایت کې وسله والې غلا، زورواکي او له ترهګرو سره د همکارۍ په تور پنځه تنه نیولي دي.

په ورته وخت پولیسو د هرات ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمو کې دوه تنه چې د دوه عراده موټر سایکلونو په غلا یې لاس پورې کوه له یو میل وسلې سره باالفعل له پېژندنې وروسته نیولي دي.

په ورته وخت کې کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو بغلان ولایت کې د نشه يي توکو د دوه تنو قاچاق کوونکي چې غوښتل یې پنځه کیلوګرامه چرس له یوې سیمې بلې ته ولېږدو د بغلان مرکزي ولسوالۍ د دو سرکه له سیمې نیولې دي.

همدارنګه د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پلازمېنه کابل کې هم پولیسو یو تن چې غوښتل یې څه باندې یوه کیلوګرام شیشه نشه يي توکي قاچاق کړي د کابل ښار د ارغندې چوک د دروازې د پلټنې په ترڅ کې نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 116322

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116322/

جمهور
  https://www.jomhornews.com