د بغلان د ملي امنیت اوپراتیفي مرستیال وژل شوی

22 ثور 1398 ساعت 12:13

امنیتي سرچینې وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د بغلان ولایت د ملي امنیت ریاست اوپراتیفي مرستیال وژلی دی.


امنیتي سرچینې وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د بغلان ولایت د ملي امنیت ریاست اوپراتیفي مرستیال وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سرچینې د معلومات پر اساس دغه پېښه نن یکشنبې د غوايي ۲۲ مه سهار د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په کیلګي کې رامنځ ته شوې.

یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، ناپېژانده وسله والو کسانو په یاده سیمه کې د بغلان د ملي امنیت ریاست اوپراتیفي مرستیال عبدالغفور محمود په ډزو وژلی دی.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم چارواکو په دې اړه څه ویلي.

بل خوا کورنیو چارو وزارت

 


د مطلب کود: 116324

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116324/

جمهور
  https://www.jomhornews.com