مشرانو جرګې پرېکړه وکړه، چې د هېواد د روان امنیتي وضعیت او د جګړو د زیاتېدو له امله به د امنیتي ادارو مسوولین دغه جرګې ته وروغواړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سناتورانو تېره اوونۍ د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې او ندېښنه یې ښودلې وه، چې د نن یکشنبې غوايي ۲۲ مې په غونډه کې هم دغه موضوع یاده شوه.
د غونډې پر مهال ګڼ شمېر سناتورانو د جرګې له اداري پلاوي وغوښتل، چې د امنیتي ادارو مسوولین د موضوع د روښانتیا لپاره جرګې ته استجواب کړي.
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د سناتورانو له نظر اورېدو وروسته اعلان وکړ، چې د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو سرپرست وزیران او د ملي امنیت رییس به د سه شنبې غوايي ۲۴ مه جرګې ته استجواب کړي.
ښاغلي مسلم یار له سناتورانو وغوښتل، چې د راتلونکې شبنې په ورځ د هېواد د روان امنیتي وضعیت په اړه له چارواکو د پوښتنو لپاره چمتوالی ونیسي.
د مشرانو جرګې رییس وایي، تمه لري، امنیتي چارواکي به قانع کوونکي ځوابونه ولري او د ولس هغه اندېښې، چې د روان امنیتي وضعیت په اړه یې لري رفع کړي.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني