۰

غزني کې د پاکستانیانو په ګډون ۱۱ وسله وال وژل شوي

یکشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۰
ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي، چې څلور په کې پاکستانیان دي.
غزني کې د پاکستانیانو په ګډون ۱۱ وسله وال وژل شوي
ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي، چې څلور په کې پاکستانیان دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د غوايي ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځانګړو پوځیانو دغه یرغلیز عملیات د غزني ښار اړوند د اسفندې په سیمه کې تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په عملیاتو کې د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ګن شمېر وسلې، مهمات او څو عرادې موټر سایکلونه هم د افغان پوځیانو لاس ته ورغلي دي.

دفاع وزارت وايي، له دغه پاکستاني وژل شویو وسله والو نه د تګ راتګ پاسپورټونه، اسناد او ځینې لاسوندونه هم تر لاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې هم د عملیاتو پر مهال د دریو پاکستانیانو په ګډون یو شمېر وسله وال وژل شوي وو، چې یو هم په کې د اسدالله مشهور په سنګري د حقاني شبکې یو مهم قوماندان هم شامل و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي