د ولسمشرۍ نوماندانو شورا د سرپرست حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

23 ثور 1398 ساعت 9:52

د ولسمشرۍ د یو شمېر نوماندانو شورا د سرپرست حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه وايي، د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته دې اوسنی حکومت خپل کار پای ته ورسوي.


د ولسمشرۍ د یو شمېر نوماندانو شورا د سرپرست حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه وايي، د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته دې اوسنی حکومت خپل کار پای ته ورسوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی پرون یکشنبې د غوايي ۲۲ مه په یوه کډه ناسته کې د جوزا له لومړۍ وروسته د حکومت د کار پر پای ته رسېدو ټینګار درلود.

یادې شورا د سرپرست حکومت د جوړېدو لپاره د جمهوري نظام په چوکاټ کې دوه وړاندیزونه کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي لومړی وړاندیز دا دی، چې اوسنی ولسمشر دې راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د خپلې نوماندۍ تېر شي.

د دوی په وینا که ولسمشر دغه اقدام وکړي، نو پرته له کومې قانوني کړنلارې کولی شي د سرپرست حکومت د مشر په توګه د جوزا له اولې وروسته خپل کار ته د سرپرستۍ مودې تر پای ته رسېدو پرته له ځنډه دوام ورکړي.

خبرپاڼه وايي، دا څه د ولسمشر د اوسنیو مرستیالانو په اړه هم د تصدیق وړ دی او هغوی هم کولی شي، چې له انتخاباتي ټکټ څخه په انصرف سره کولی شي، د سرپرست حکومت د مرستیالانو په توګه دندې ته دوام ورکړي.
 
سرچینه وايي، که لومړۍ کړنلاره عملي نه شي نو بیا د لویې سیاسي اجماع د رامنځ ته کېدو خبره رامنځ ته کېږي، چې په دې برخه کې به بیا د ولسمشرۍ نوماندان، د قانوني شرایطو لرونکی شخصیتونه، چې خپلواکه، ژمن، ملي ګټو ته وفادار وي، د هغه سیاسي ګوندونو له لوري، چې د وزارت عدلیې سره ثبت شوي معرفي کېږي او هغوی کولی شي د حکومت د سرپرستۍ پست تر لاسه کولو لپاره نوماند شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ولسمشرۍ اوسنۍ نوماندان هم کولی شي، چې د سرپرست حکومت څوکۍ ته ځانونه ونوموي، خو د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندۍ باید تېر شي.

د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا په اعلامیه کې راغلي، په دې کړنلاره کې درج شوي نوماندان به وروسته لویې سیاسي اجماع ته د رایې ورکولو لپاره وړاندې کېږي.

دوی ویلي په اساسي قانون کې هم د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو په اړه ویل شوي، چې له مخې یې لویه سیاسي اجماع نوماندانو ته رایه ورکوي او ګټونکی یې د اساسي قانون د ۶۳ مادې سره سم لوړه وکړي او په وینا یې دا څه د سرپرست حکومت د مرستیالانو په برخه کې هم پلې کېږي.

د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا خبرداری ورکړی، که د اوسنی حکومت مشران د اساسي قانون او د هېواد د لویو ګټو پر وړاندې ودرېږي، نو د دغه غیر قانوني کار هر ډول ناوړه عواقب به د دوی له غاړې وي.

دوی وايي، دا خپل حق بولي چې له هر ډول حقوقي او سیاسي کړنلارې له مخې په ملي او نړیواله کچه هڅه وکړي، چې د دوی په وینا دغه له مشروعیته خلاص حکومت کار ته د پای ټکی کېږدي.

دغه شورا وايي، د سرپرست حکومت د طرحې بشپړ او لاسلیک شوی متن به د جوزا له اولې نېټې وروسته د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې اعلان کړي.

خو د نوماندانو د شورا د دغه وړاندیز په غبرګون کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي، د نوماندان شورا ته د اساسي قانون د مطالعې وړاندیز لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد سترې محکمې د اساسي قانون څخه په تفسیر سره د ولسمشر غني د کار موده د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو د تر سره کېدا او د نوي ولسمشر تر راتګه پورې تمدید کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


 
 
 


د مطلب کود: 116349

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116349/

جمهور
  https://www.jomhornews.com