سیمه ییز امنیتي چارواکي، د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال د وژل کېدو خبر ورکړي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات د پولیسو قوماندان امین الله امرخېل وایي، دغه طالب ولسوال پرون یکشنبې د غوايي ۲۲ مه د هرات ولایت په شنډنډ ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواک په یوه برید کې وژل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، وژل شوي طالب ولسوال په ملا حافظ مشهور او د فراه د پرچمن لپاره د طالبانو ولسوال او نظامي قوماندان وو.
د امرخېل په وینا په دې برید کې د ملا حافظ سره یو ځای د هغه شپږ ملګري هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په تېرو څو ورځو کې د طالبانو څلورم ولسوال دی، چې وژل کېږي او یا هم نیول کېږي.
جمهورخبري آژانس:هرات