۰
عبدالله:

د سولې خبرو کې پرمختګ نه دی شوی، طالبان جګړه غواړي

دوشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۵
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د سولې خبرو کې اساسي پرمختګ نه دی شوی او ښکاري، چې طالبان جګړې ته ادامه ورکوي.
د سولې خبرو کې پرمختګ نه دی شوی، طالبان جګړه غواړي
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د سولې خبرو کې اساسي پرمختګ نه دی شوی او ښکاري، چې طالبان جګړې ته ادامه ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن دوشنبې د غوايي ۲۲ مه د وزیرانو شورا ناسته کې خبرې کولې و ویل، چې طالبانو د حکومت له خوا د اوربند غوښتنې په نه منلو سره وښوده، چې دغه ډله سولې ته ژمنه نه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې له وسله والو طالبانو څو ځلې وغوښتل شوي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د اوربند وکړي، خو دغه ډلې لا هم جګړې ته ادامه ورکړې ده.

عبدالله وايي، سره له دې چې د افغان جګړې د پای او سولې په برخه کې خبرې روانې دي، خو د طالبانو پر جګړو یې هېڅ راز اغېز نه دی کړی او دوی د سولې لپاره کوم نرمښت نه دی ښودلی.

د افغان حکومت اجرائیه رییس هیله څرګنده کړې چې طالبان د عامو افغانانو د سولې غږ واوري او نور له جګړو لاس واخلي.

بل خوا عبدالله په خپلو خبرو کې د ولسمشرۍ ټاکنو د پر وخت او رڼو تر سره کېدا ټینګار کړی ویلي یې دي، چې په دې برخه کې د حکومت ګامونه به وکولی شي، چې د ټاکنو د روڼوالي په اړه د نوماندانو اندېښنې ځواب کړي.

نوموړي ویلي د ولسمشرۍ نوماندانو له هغې پرېکړې سره به موافقه وکړي، چې پر بنسټ یې په ټاکنو کې د دولتي امکاناتو څخه ګټه وانخستل شي.

جمهورخبري آژانس:وحید فرزان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي