د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله کابل کې د هند د سفیر وینی کمار سره لیدلي او دواړو لورو پر یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اجرائیه ریاست پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه لیدنه نن دوشنبې د غوايي ۲۳ مه په سپیدار مانې کې تر سره شوې ده.
سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې دواړو لورو په بېلا بېلو برخو کې د هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکاریو پر لاپراختیا او ټینګښت خبرې کړې دي.
دغه راز اجرائیه ریاست زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د سولې د روانو خبرو او پروسې او دغه راز د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو په اړه هم خبرې اترې شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل