۰

د بغلان لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول نیول شوی دی

دوشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۶
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان کمانډو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د بغلان لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول نیولی دی.
د بغلان لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول نیول شوی دی
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان کمانډو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د بغلان لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چارواکي زیاتوي، نیول شوي طالب حاجي محمد رامین نومېږي، چې د طالبانو د استخباراتو مسوول او د روژې مبارکې میاشت په لومړۍ ورځ د بغلان په امنیه قومندانۍ موټر بم برید ده پلان کړی و.

امنیتي چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې د محمد رامین تر څنګ د هغه لس تنه ساتونکي هم د افغان ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي