ننګرهار کې چاودنو ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

24 ثور 1398 ساعت 8:05

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د پرلپسې څلورو چاودنو له امله ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ټول ملکي وګړي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د پرلپسې څلورو چاودنو له امله ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ټول ملکي وګړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنې پرون دوشنبې د غوايي ۲۳ مه ماښام د جلال آباد ښار د تلاشۍ څوک ته څېرمه رامنځ ته شوې دي.

د امنیتي چارواکو په وینا چاودنې د اېېښودل شویو ماینونو له امله رامنځ ته شوې او په کې وژل شوي او ټپیان ټول ولسي وګړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وايي، چاودنې د امنیتي ځواکونو هاموي ټانګ ته نېږدې شوې، چې څلور تنه په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

خو د ننګرهار د ملکي روغتون مسوولینو ویلي، د پېښې له ځایه دوی ته څلور جسدونه او ۲۰ ټپیان وروړل شوي دي.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو د ننګرهار چارواکي دا کار د وسله والو طالبانو بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې په روژې میاشتې کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشر تادامیچي یاماموتو نن په یوه بیان کې د روژې په میاشت کې د طالبانو حملو ته په اشارې ویلي چې پر ملکیانو دا ډول قصدي بریدونه هیڅ توجیه نه شي لرلی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 116373

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116373/

جمهور
  https://www.jomhornews.com