۰
عباس ستانکزی:

تر چې بهرني ځواکونه وتلي نه وي اوربند او بین الاافغاني مذاکرات نه کوو

سی شنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۸
د امریکا سره د طالبانو د مرکچي پلاوی مشر شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، تر چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي، طالبان به اوربند او بین الاافغاني مذاکراتو ته حاضر نه شي.
تر چې بهرني ځواکونه وتلي نه وي اوربند او بین الاافغاني مذاکرات نه کوو
د امریکا سره د طالبانو د مرکچي پلاوی مشر شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، تر چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي، طالبان به اوربند او بین الاافغاني مذاکراتو ته حاضر نه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  د امریکا غږ انګلیسي د راپور پر بنسټ ستانکزي هیله ښودلې، چې دوی به د امریکايي ځواکونو پر ایستلو بریالي شي.

ستانکزي ویلي، چې په لومړي پړاو کې خبرې د دغه ځواکونو پر ایستلو روانې دي او وسله وال طالبان به تر هغه بین الافغاني مذاکراتو او اوربند ته غاړه کې نه ږدي چې بهرنیو ځواکونو وتل نه وي پیل کړي.

د هغه په وینا د امریکا سره خبرې روانې او پرمختګونه په کې شوي دي، خو د لا وضاحت لپاره اوږدې شوي دي.

باید و ویل شي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ قطر کې شپږم پړاو خبرې د تېرې جمعې په ورځ پای ته ورسېدې.

د راپورونو پر اساس ښايي چې دواړه لوري کومې پایلې ته نه دي رسېدلي خو تر خبرو وروسته یې و ویل، چې پرمخګتونه په کې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي