د الکولي مشروباتو دوه کارخانې له منځه وړل شوې دي

24 ثور 1398 ساعت 10:09

کورنیو چارو وزارت وايي، بلخ او فاریاب کې د الکولي مشروبات دوه کارخانې له منځه وړل شوې او څلور زره لېتره مشروبات یې ضبط کړې دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، بلخ او فاریاب کې د الکولي مشروبات دوه کارخانې له منځه وړل شوې او څلور زره لېتره مشروبات یې ضبط کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د غوايي ۲۴ په خپله فسبوک پانه لیکلي دي، چې د بلخ د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د مزارشریف ښار په نهمه ناحیه کې د الکولي مشروباتو یوه کارخانه له منځه وړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې له دغه کارخانې څلور زره لېتره الکولي مشروبات ضبط شوي او د شراب جوړونې څلور دستګاوې له منځه وړل شوې دي.

بل خوا د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ د هندره کلي کې د الکولي مشروباتو یوه کارخونه کشف او ضبط کړي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، له دې کارخونې ۱۴۴ لېتر الکولي مشروبات او د هغو د تولید یوه دستګاه د پولیسو لاس ته ورغلې ده.

جمهورآژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116381

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116381/

جمهور
  https://www.jomhornews.com