ګهنار ویګند:

اروپايي ټولنه هم مهاله افغانستان کې د سولې او ټاکنو ملاتړ کوي

24 ثور 1398 ساعت 11:33

د اروپايي ټولنې د بهرنیو فعالیتونو د عملیاتو رییس ګهنار ویګند وايي، اروپايي ټولنه هم مهاله افغانستان کې له سولې او د ټاکنو ملاتړ کوي.


د اروپايي ټولنې د بهرنیو فعالیتونو د عملیاتو رییس ګهنار ویګند وايي، اروپايي ټولنه هم مهاله افغانستان کې له سولې او د ټاکنو ملاتړ کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ګهنار ویګند دغه څرګندونې د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې دي.

د اجرائیه ریاست نه نن سه شنبې د غوایي ۲۴ مه خپر کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې له ښاغلي ګهنار ویګند سره ولیدل.

سرینه زیاتوي، چې په دغه ناسته کې پر روانو حالاتو او یو شمېر مسایلو خبرې وشوې او د اروپايي ټولنې د بهرنیو فعالیتونو د عملیاتو و ویل، چې اروپایي ټولنه په افغانستان کې له دېموکراتیک بهیر ملاتړ او خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

هغه راز د اروپايي ټولنې بهرنیو فعالیتونو د عملیاتو مشر ویلي، چې دوی په افغانستان کې په وخت له شفافه ټاکنو ملاتړ کوي، او دا د افغانستان د ثبات لپاره مهم بولي.

نوموړي زیاته کړې، چې اروپایی ټولنه په افغانستان کې هم مهاله د سولې د پروسې او ټاکنو ملاتړ کوي او د رامنځ ته کېدو لپاره یې باید ملي اجماع جوړه شي.

ښاغلي عبدالله هم په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه او په هېواد کې یې د دېموکراسۍ د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې د اروپایې ټولنې ونډه اغېزمنه یاده کړه.

نوموړي چې حکومت د رڼو او با اعتباره ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی، ځکه چې په هېواد کې د ثبات لامل کېږي.

دغه راز عبدالله ویلي، حکومت په هیواد کې د سولې د راوستلو لپاره له هر فرصت کار اخلي، مګر طالبان لاهم د سولې پروسې لپاره لوی خنډ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116384

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116384/

جمهور
  https://www.jomhornews.com