د غور د چهارسدې لپاره طالب ولسوال و وژل شو

24 ثور 1398 ساعت 12:58

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د افغان پوځ په هوايي بریدونو کې د غور ولایت د چهارسدې ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د افغان پوځ په هوايي بریدونو کې د غور ولایت د چهارسدې ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال وژل شوی دی.

د غور د امنیه قوماندانۍ د آپراسیون د پلان امر ګل عمل کریم نن سه شنبې د غوایي ۲۴ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، افغان هوايي ځواک پرون په چهارسدې ولسوالۍ کې پر طالبان برید کړی او پنځه تنه یې وژلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په وژل شویو طالبانو کې یو هم د چهار سدې لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا ظریف هم شامل دی.

د غور امنیتی چارواکي دا هم وايي، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د طالبانو پر وړاندې هوايي عملیات زیات شوي دي او ښه نتیجه یې هم ورکړې ده.

د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي هم تاییدوي چې په غور کې هوايي عملیات زیات او ګټور تمام شي چې دوی یې هرکلی کوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې پرون د فراه ولایت چارواکو هم د دې ولایت د پرچمن ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي ولسوال چې په ملا حافظ مشهور و هم له ځپلو پنځو ملګرو سره وژل شوی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 116388

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116388/

جمهور
  https://www.jomhornews.com