ارجیت سنګ نېږدې درې میاشتې وړاندې د کابل د ۱۳ مې حوزې اړوند سیمې تښتول کېږي او وروسته د به دوغ آباد سیمه کې له لفظي شخړې وروسته د تومانچې په ډزو وژل کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت وايي، د همدې ارجیت سنګ پر وژنه تورن کسان یې نیولي او د قانون پنجې ته سپارل شوي دي.
په خبرپانه کې ویل شوي، د ارجیت سنګ وژونکي یو خاوند او د هغه مېرمن دي، چې نوموړی یې د تېر کب میاشتې به ۱۴ مه د دشت برچي له سیمې تښتولی او وروسته یې په دوغ آباد سیمه کې په تومانچه وژلی دی.
سرچینه زیاتوي، چې له پېښې وروسته پولیسو له مظنونینو یو تن د قضیې په تړاو نیولی او د پلټونو پر اساس یې د مقتول جسد د کابل ښار د اتمې حوزې له اړوند سیمې پیدا او کورنۍ ته یې سپارلی دی.
کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې د پلټنو په ترڅ کې د پېښې یو بل عامل د بغلان ولایت د پلخمري ښار د دوهمې حوزې اړوند سیمه کې د پولیسو له خوا تر پېژندنې وروسته ونیول شو.
بل خوا کورنیو چارو وزارت پرون په پغمان ولسوالۍ کې د دوه غلو د نیول کېدو او له یوه کور څخه د هغوی د غلا مخه نیولې ده.
دغه راز وزارت زیاتوي، چې د پغمان پولیسو په همدې ولسوالۍ کې یو تن غل چې د موټر نمبر پلېټونه یې پټول له ۱۲ پلېتونو سره یو ځای نیولی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل