له اوږده ځنډ وروسته د کابل د پارلماني ټاکنو پایلې اعلان شوې

25 ثور 1398 ساعت 9:42

له نېږدې اته میاشتې ځنډ وروسته د کابل د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې په رسمي ډول د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا اعلان شوې.


له نېږدې اته میاشتې ځنډ وروسته د کابل د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې په رسمي ډول د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا اعلان شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره شپه (د غوايي ۲۴مه) ناوخت مهال اعلان کړې، چې پر بنسټ یې له لومړي نوملړه څلور تنه ایستل شوي او پر ځای یې نوي کسان بریالي اعلان شوي دي.

اجمل ګلاب، احمد ضیا عظیمي شینوزاده، محمد فرهاد صدیقي او سلیمه نیکبین هغه کسان وو چې په لومړي نوملړ کې بریالي خو په وروستي هغه کې نه دي بریالي شوي.

په وروستي نوملړ کې عبدالرازق استالفي، عرفان الله عرفان، محمد نعیم وردګ او پروین درانی هغه کسان دي، چې په لومړي نوملړ کې ناکام خو به وروستي لېست کې بریالي اعلان شوي دي.

د کابل په پارلماني ټاکنو کې اجمل رحماني، عبدالقیوم خیرخواه او خان آغا رضایي په نارینه وو کې او دغه راز په ښځینه بریالیو کسانو کې هم فاطمه نظري، نظیفه ذکي او شینکۍ کړوخیل تر ټولو ډېرې رایې ګټلې.
 
اجمل رحماني.
عبدالقیوم خېرخواه.
خان اغا رضايي.
محمد خان احمدي.
فدا محمد الفت صالح.
احمد جاوېد جیحون.
میر امان الله ګذر.
امیر ګل شاهین.
غلام حسین ناصري.
رمضان بشردوست.
سید محمد محمدي.
الله ګل مجاهد.
خان محمد وردک.
میر افغان صافی.
نجیب‌الله ناصر.
حبیب الرحمن سیاف.
انورخان اوریا خېل.
عبدالرزاق استالفي.
توفیق وحدت.
زړګی حبیبي.
محمد نعیم وردک.
حفیظ الله جلیلي.
عرفان الله عرفان.
عبیدالله کلیمزی وردک.
فاطمه نظري.
نظیفه ذکي.
شینکۍ کړوخېل.
مرسل نبي‌زاده.
فوزیه ناصریار ګلدریي.
روبینا جلالي.
مریم سماء.
زهره نوروزي.
پروین دُرانۍ هغه ۳۳ کسان دي چې له کابله به په ولسي جرګه کې د خلکو استازیتوب وکړي.
باید و ویل شي، چې د کابل په ګډون د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې انتخابات تېر کال د میزان میاشتې په ۲۸ مه وشوې، خو د غزني ولایت ټاکنې لا هم پاتې دي، چې د ولسمشرۍ له ټاکنو سره به یو ځای تر سره شي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 116420

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116420/

جمهور
  https://www.jomhornews.com