هند د چابهار بندر په اړه خپلې اندېښنې له امریکا سره شریکوي

25 ثور 1398 ساعت 10:13

د هند بهرنیو چارو وزارت پر ایران د امریکا د بندیزونو له امله د چابهار بندر په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.


د هند بهرنیو چارو وزارت پر ایران د امریکا د بندیزونو له امله د چابهار بندر په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج وايي، ښايي د امریکا د بندیزونو له امله سوداګر په چابهار بندر کې پانګونه و نه کړي او د هند او ایران ترمنځ ددغه بندر د پراختیا لپاره ګډه همکاري زیانمنه کړي.

اغلې سوراج په ټینګار سره ویلي، چې د دغه بندر په اړه به خپلې اندېښنې له امریکايي چارواکو سره شریکې کړي.

که څه هم امریکا د چابهار بندر له بندیزونو مستثنی کړی خو مېرمن سوراج وايي، غواړي ځان ډاډه کړي.

مېرمن سوراج د امریکا د وروستیو اقداماتو له امله له ایران سره د خپل هېواد سوداګري او راکړه ورکړه هم په زیان او خطر کې بللې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن سوراج وايي کوښښ به وکړي چې په دې برخه کې له امریکايي چارواکو سره ستونزې حل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116425

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116425/

جمهور
  https://www.jomhornews.com