امریکا او روسیې پر افغان سولې او ثبات خبرې کړې دي

25 ثور 1398 ساعت 10:33

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان پر روان وضعیت هم خبرې اترې کړې دي.


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان پر روان وضعیت هم خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پوتین پرون سه شنبې د غوايي ۲۴ مه په سوچي ښار کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي دي.

راپورنه وايي، دواړو لورو د ایران، وینزویلا، سوریې، اوکراین، شمالي کوریا تر څنګ د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي او په افغانستان کې یې پر سوله او ثبات ټینګار کړی دی.

د روسیې ولسمشر ویلي چې د افغانستان وضعیت حساس دی او د امریکا او روسیې ترمنځ په دې برخه کې نږدې همکاري کولی شي دغه هېواد ته سوله او ثبات راولي.

پوتین د سولې خبرې مهمې بللې دي او وایي طالبان په افغانستان کې پیاوړي شوي دي نو د دې اړتیا ده چې هلته روانه ستونزه حل کړل شي.

د روسیې ولسمشر پوتین او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانستان په برخه کې د همکاریو پر رامنځ ته کولو هم ټینګار کړی دی.

باید و ویل شي، چې پمپیو د خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره هم د افغانستان د روان وضعیت، سولې او ثبات په اړه هم خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، چې امریکا او روسیه په ګډه په افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمنه ده، ځکه په وینا یې روسیه د افغانستان له ادارسه د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ ده.

نوموړي لاورف ته ویلي، چې دوی د هغه څه په اړه چې د دواړو هېوادونو ګټې په خوندي وي او اوسېدونکي یې په امن کې وي همکارۍ ته چمتو دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف هم ویلي، چې مسکو او واشنګټن په افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمن دي، او هڅه کوي، چې د افغانستان له ادارسه په سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ کم شي.

لاوروف ټینګار کړی، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره هڅه کوي، چې د دغه هېواد ستونزه د سیاسي لارې حل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116426

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116426/

جمهور
  https://www.jomhornews.com