۰

د ایمن الظواهري تازه پیغام: ملا هیبت الله یې امیرالمو منین بللی دی

چهارشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۸
تر کلونو ځند وروسته د القاعده شبکې د خپل مشر ایمن الظواهري غږیز پیغام خپور کړی، چې په کې نوموړي د طالبانو مشر ملا هیبت الله امیر المومنین بللی دی.
د ایمن الظواهري تازه پیغام: ملا هیبت الله یې امیرالمو منین بللی دی
تر کلونو ځند وروسته د القاعده شبکې د خپل مشر ایمن الظواهري غږیز پیغام خپور کړی، چې په کې نوموړي د طالبانو مشر ملا هیبت الله امیر المومنین بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې القاعده شبکې د الظواهري غږیز پیغام پر خپل رسمي سایټ خپور کړی او وايي دوی له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري او د طالبانو تر بیرغ لاندې په افغانستان کې جګړه کوي.

په دغه غږیز پیغام کې ایمن الظواهري د طالبانو مشر ملا هیبیت الله د امیرالمومنین په نوم یاد کړی او د طالبانو د حقاني شبکه، پېښور او کوتې شوراګانې یې هم ستایلې دي.

په ورته وخت کې فاکس نیوز خبري شبکې د امریکا د استخباراتي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د پاکستان لور ته په قبایلي سیمو کې پټ دی.

د القاعده شبکې د مشر دغه څرګندونې او د هغه د ځای ځایګي په اړه راپورونه پر داسې مهال خپرېږي، چې له طالبانو سره امریکا خبرو کې د امریکا یوه مهمه غوښتنه دا ده، چې طالبان به له القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرېکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي