۰

د افغان حکومت په غوښتنه د امریکا ملکي مرستې ارزول کېږي

چهارشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۷
د امریکا او افغانستان حکومتونو په ګډه له افغانستان سره د امریکا متحده ایالتنو د ملکي مرستو د بیا ارزولو لړۍ پیل کړې ده.
د افغان حکومت په غوښتنه د امریکا ملکي مرستې ارزول کېږي
د امریکا او افغانستان حکومتونو په ګډه له افغانستان سره د امریکا متحده ایالتنو د ملکي مرستو د بیا ارزولو لړۍ پیل کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملکي مرستو د ارزولو لومړی غونډه پرون سه شنبې د غوایي ۲۴ مه کابل کې وشوه، چې په کې د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله، د مالیې سرپرست وزیر قیومي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په کې برخه درلوده.

دا ګام د افغان حکومت په غوښتنه د دې لپاره پورته کېږي چې دا مرستې د بې اغېزې پروژو پر ځای په داسې بنسټیزو پروژو ولګېږي چې څرګندې پایلې ولري.

په کابل کې د امریکا سفارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دا ارزونه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه کېږي.

خبرپاڼه وایي، دغه ارزونه به د ستراتیژیکو همکاریو، د افغانستان حکومت د پراختیایې لومړیتوبونو سره همغږۍ، او د لاسته راوړنو او ستونزو د پیژندلو په برخو باندې متمرکزه وي.

سرچینه زیاتوي، واشنګټن د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د روغتیا، پوهنې، اقتصادي ودې، انرژۍ، زیربنایي سکټورونو همداشان د بشردوستانه او د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخو کې غیر نظامي مرستې کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي دي چې له کابل سره به د واشنګټن مرستې د نړیوالې ټولنې د هڅو په چوکاټ کې کیږي چې هدف یې د افغانستان اقتصادي وده او افغان ولس سره مرسته ده.

باید و ویل شي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیز ویلس د تېرې یکشنبې د غوایي ۲۲ مه کابل ته راغلې او تر دغې غونډې مخکې یې له ولسمشر غني سره هم لیدلي، پر سولې او د جمهوري ریاست په روانو انتخاباتو یې ورسره خبرې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي