۰

عمر داودزي د جرمني له چارواکو سره پر سوله خبرې کړې

چهارشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۸
د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس او د سیمه ییز اجماع په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی عمر داودزی په یوه رسمي سفر جرمني ته تللی دی.
عمر داودزي د جرمني له چارواکو سره پر سوله خبرې کړې
د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس او د سیمه ییز اجماع په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی عمر داودزی په یوه رسمي سفر جرمني ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي داودزي نن چهارشنبې د غوايي ۲۵ مه له جرمني چارواکو سره پر افغان سوله او د سولې په تړاو د مشورتي لویې جرګې خبرې کړې دي.

نوموړي په یوه ټوېټ کې ویلي، چې له جرمني چاروکو سره په لیدنه کې د سولې مشورتي لویې جرګې د پایلو او سپارښتنو په سر ټینګار وشو.

ښاغلي داودزي د جرمني د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر نایلس انین سره کتلي او دواړو ټينګار کړی چې د سولې مشورتي لویې جرګې پایلې او سپارښتنې به د سولې لپاره یوه تګ‌لاره وګرځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي