د برېتانیا د دولت اقتصادي سلاکار نیکولاس لي وايي، هېواد به یې له افغانستان سره خپلو اقتصادي او پرمختیايي همکاریو ته دوام ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نیکولاس لی، چې کابل ته په سفر راغلې ویلي، چې افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې د ښوونې روزنې، روغتیا، لوړو زده کړو، اقتصادي پراختیا او سوداګرۍ په برخه کې له ستونزو سره سره د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د هغه په وینا په افغانستان کې یې خپلې ارزونې لرلې دي او دغه ارزونې به د برېتانیا د حکومت د لا ډېرو مرستو په موخه له خپلو چارواکو سره شریکې کړي.
ده ټینګار کړی چې د ښې ښوونې او روزنې په برخه کې به له افغانستان سره د خپل هېواد د همکارۍ وړاندیز وکړي.
د برېتانیا د دولت اقتصادي سلاکار ویلي هېواد یې له افغانستان سره په بېلو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي د دغه هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل