امریکايي سناتوران افغان ژباړونکو ته د وېزې د ورکړې هڅه کې دي

26 ثور 1398 ساعت 9:39

ځینو امریکايي سناتورانو هغه افغان ژباړونکو ته چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو سره کارونه کړي، د امریکا د وېزې د ورکړې په هڅه کې دي.


ځینو امریکايي سناتورانو هغه افغان ژباړونکو ته چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو سره کارونه کړي، د امریکا د وېزې د ورکړې په هڅه کې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کانګرس ځینې جمهوري غوښتنونکو او دیکوکرات غړو په ګډه هڅه کوي دغه کار ممکن کړي او په همدې تړاو یې یوه طرحه هم چمتو کړې ده.

دغه طرحه د دیموکرات ګوند سناتورې جین شاهین د جمهوري غوښتونکي سناتورانو، تهام تیلیس او رچرډ بلیو منټل، راجر وکر، کوری ګارډنر، جیک ریډ او ټم کین وړاندې کړه.

دوی په دغه لایحه کې وړاندیز کړیو چې په روان ٢٠١٩ کال کې دې د افغانانو د مهاجرت لپاره ځانګړې ویزې (SIV) ورکړل شي او هغو مشکلاتو ته دې هم کتنه وشي چې افغانانو ته په ویزو ورکول کې د خنډ سبب شوې دي.

یاد سناتوران وایي، هغه افغانان چې افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره کارونه کړي، له همدې کبله یې ژوند د خطر سره مخ دی او باید وېزې ورکړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 116459

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116459/

جمهور
  https://www.jomhornews.com