جنرال مېلر:

سولې او په جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن یو

26 ثور 1398 ساعت 10:03

په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، سرله له دې چې بهرني ځواکونه افغانستان کې سولې ته ژمن دي، خو په جګړه کې هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.


په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، سرله له دې چې بهرني ځواکونه افغانستان کې سولې ته ژمن دي، خو په جګړه کې هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر چې پرون د لوړ پوړي افغان امنیتي پلاوي سره هرات ولایت ته تللی و دغه څرګندونې له چارواکو سره د ناستې پر مهال کړې دي.

په دغه سفر کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیا او د کورنیو چارو ارشد امنیتي مرستیال خوشحال سادات او ځینو نورو امنیتي چارواکو هم برخه درلوده او موخه یې د لوېدیځې حوزې د امنیت وضعیت ارزول دي.

جنرال مېلر په خپلو خبرو کې و ویل، چې ناټو او نړیواله ټولنه د افغان سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او په افغانستان کې سولې ته ژمن دي.

خو په وینا یې دا چې جګړه روانه ده، نو په دې جګړه کې هم افغان ځواکونه یوازې نه دي، بلکې امریکايي او ناټو ځواکونه یې تر څنګ ولاړ دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې بهرني ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او له هغوی ملاتړ ته به دوام ورکړي.

په ورته وخت کې افغان امنیتي چارواکي وایي، د هېواد په بیلابیلو برخو کې یې ترهګر ځپلي دي او اوس د تېر په څېر د جګړې کولو توان نه لري.

د ملي دفاع وزارت مرستیال یاسن ضیا و ویل، چې افغان ځواکونه پیاوړي شوي دي او په دې وروستیو کې یې په مېړانه د وسله والو طالبانو د ډېریو بریدونو مخنیوی کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116461

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116461/

جمهور
  https://www.jomhornews.com