محب: د سولې لپاره د سیمې د هېوادونو اجماع اړینه ده

26 ثور 1398 ساعت 10:20

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وایي، چې په افغانستان کې د سولې لپاره د سیمې د هېوادونو اجماع اړینه ده او په دې پروسه کې به د هغوی اندېښنې په پام کې ونیول شي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وایي، چې په افغانستان کې د سولې لپاره د سیمې د هېوادونو اجماع اړینه ده او په دې پروسه کې به د هغوی اندېښنې په پام کې ونیول شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې کابل کې د روسیې له سفیر الیکساندر مانتیتسکی سره په کتنه کې کړې دي.

د ملي امنیت شورا له مطبوعاتي فتره خپره شوې خبرپاڼه وایي، ښاغلي محب د خپل کار په دفتر کې له ښاغلي مانتیتسکي سره ولیدلي او دواړو لورو پر یو لړ مسایلو خبرې اترې وکړې.

سرچینه زیاتوي، چې دواړو لوریو د روسیې په اوفا ښار کې د سیمې هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو تر منځ جوړېدونکې غونډې په اړه هم نظرونه شریک کړل.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي محب له خولې ویل شوي، چې د سولې بهیر اړوند به په سیمه کې اجماع رامنځته شي او د ټولو هیوادونو ممکنه اندېښنې به په نظر کې ونیول شي.

د ملي امنیت سلاکار ډاکتر محب ویلي، چې د اندېښنو د رفع کولو لپاره به نړیوالې ټولنې ته وړاندیزونه وکړي.

په ورته وخت کې سفیر مانتیتسکی همدا راز د افغانستان او روسیې د ډيپلوماټیکو اړیکو له سل کلنۍ خوښي څرګنده کړه او د سولې پروسې لپاره د منطقوي اجماع له جوړیدو یې ملاتړ څرګند کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 116462

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116462/

جمهور
  https://www.jomhornews.com