بلخ کې د طالبانو یو مهم او خطرناک ډلګی مشر وژل شوی دی

26 ثور 1398 ساعت 11:06

د کورنیو چارو وزارت بلخ ولایت کې د ګډو عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو د یوه مهم او خطرناک ډلګي مشر د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


د کورنیو چارو وزارت بلخ ولایت کې د ګډو عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو د یوه مهم او خطرناک ډلګي مشر د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې افغان ځواکونو پرون د غوایي ۲۵ مه د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په بوکه او مغول کلیو کې عملیات کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو نطرناک ډلګۍ مشر چې ملا خادم نومېده وژل شوی، یو تن ټپي او یو یې ژوندی نیول شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 116463

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116463/

جمهور
  https://www.jomhornews.com