امریکايي ځواکونو ومنله چې هلمند کې پولیس وژل شوي دي

28 ثور 1398 ساعت 8:53

امریکايي ځواکونو په هلمند ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال د افغان پولیسو د مرګ ژوبلې پخلي وکړ.


امریکايي ځواکونو په هلمند ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال د افغان پولیسو د مرګ ژوبلې پخلي وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وړمه شپه د هلمند مرکز لښکرګاه ته نېږدې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته روانه وه، چې امریکايي ځواکونو هوايي برید وکړ.

د هلمند د ولایتي شورا رییس وایي، دغه برید هغه مهال شوی چې د یاد کنډک قوماندان له پولیسو سره یوځای د طالبانو پرضد پر عملیاتو بوخت وو.

د هغه په وینا په برید کې ۱۶ افغان پولیس وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بیا وایي، په برید کې تر ۸ زیات پولیس وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

د هلمند والي محمد یاسین ویلي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

بل خوا امریکايي ځواکونو تاييد کړه، چې هلمند کې د هوايي برید پر مهال افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي، چې عملیات وروسته له هغې وشول چې افغان ځواکونو ترې د هوایي ملاتړ غوښتنه وکړه.

باید و ویل شي دا لومړی ځل نه دی، چې امریکايي ځواکونه پر افغان ځواکونو بمبار کوي، بلکې تر دې وړاندې په همدې هلمند، اروزګان، کندهار، زابل، غزني، میدان وردګ او لوګر ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځ ته شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116497

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116497/

جمهور
  https://www.jomhornews.com