د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وايي، سره له دې چې افغان سوله د امریکا لومړیتوب دی، د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو لپاره هم باید چمتوالی ونیول شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پر خپله ټوېټر پانه د افغانستان په تړاو څرګندونې کړې او د ولسمشریزه ټاکنو لپاره پر چمتوالي یې ټینګار کړی دی.
نوموړي لیکلي« زموږ لومړيتوب د سولې داسې يو بهير دى چې پايله يې د افغان ستونزې سياسي حل وي، افغانان تر بل هر څه سولې ته ډېره اړتيا لري.»
خو په وينا د سولې لپاره لېوالتيا د دې مخنيوى نه کوي چې افغانان باور وړ ټاکنو ته د چمتوالي غوښتنه وکړي.
خليلزاد وايي دې سره همهاله چې موږ د سولې لپاره چې افغانان يې مستحق دي هلې ځلې کوو ټاکنو ته هم بايد چمتو والى وشي.
باید و ویل شي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې الېس وېلز هم کابل ته په خپل وروستي سفر کې د ولسمشريزو ټاکنو پر وخت تر سره کېدو ټينګار کړى و.
جمهورخبري آژانس:کابل