هرات کې پنځه ډاکتران له انسان تښتوونکو ژغورل شوي دي

28 ثور 1398 ساعت 9:20

کورنیو چارو وزارت هرات ولایت کې د انسان تښتوونکو له یوې ډلې د پنځو تنو ډاکترانو د خلاصون او یوه انسان تښتوونکي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت هرات ولایت کې د انسان تښتوونکو له یوې ډلې د پنځو تنو ډاکترانو د خلاصون او یوه انسان تښتوونکي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه پرون جمعه د غوايي ۲۷ مه د هرات ولایت ادرسکن ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، ډاکتران زوال ولسوالۍ ته د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره تللي و، او که یې چې غوښتل بېرته هرات ښار ته ولاړ شي، د ادرسکن ولسوالۍ په ماین زدګي سیمه کې یې انسان تښتوونکو موټر درولی او له ځان سره یې بېولي.

سرچینه زیاتوي، چې له پېښې سره سم د ادرسکن پولیس سیمې ته رسېدلي او په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې یې تښتول شوي ډاکتران له سړي تښتوونکو روغ رمټ ژغورلې دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د عملیاتو پر مهال یو سړي تښتونکي وژل شوی هم دی خو څلور نور له سیمې په تېښته بریالي شوي، چې د نیولو لپاره یې پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116501

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116501/

جمهور
  https://www.jomhornews.com