هرات کې د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس نیول شوی دی

28 ثور 1398 ساعت 10:46

کورنیو چارو وزارت وايي، هرات کې د دغه ولایت د ګلران ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي کمېسیون مشر نیول شوی دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، هرات کې د دغه ولایت د ګلران ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي کمېسیون مشر نیول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن شنبې د غوايي ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو دغه مهم او کلیدی کس په ګلران ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې نیول شوی طالب صدام نومېږي او د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مسوول وو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، صدام پرون د کهسان او غوریان ولسوالیو تر منځ د دشت چهارسو په سیمه کې د پولیسو په یوه کمین کې تر ټپي کېدو وروسته ونیول شو.

وزارت زیاته کړې، چې صدا په هرات کې په ګڼو ترهګرو بریدونو او په ځانګړي ډول د نظامي افرادو په ترور کې لاس درلود.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116505

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116505/

جمهور
  https://www.jomhornews.com