هرات کې چاودنې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

28 ثور 1398 ساعت 10:55

سیمه ییز چارواکي وایي، د هرات اوبه ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله د ولسوال په ګډون ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وایي، د هرات اوبه ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله د ولسوال په ګډون ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د غوايي ۲۸ مه د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، چاودېدونکي توکي د سړک د غاړې درول شوي یوه موټر سایکل کې اېښودل شوي او له سیمې د ولسوال د موټر د تېرېدو پر مهال یې چاودنه کړې.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د اوبه ولسوالۍ د ولسوال په ګډون ۱۴ تنه نور په کې ټپیان شوي دي.

هغه وایي، ولسوال سربېرن ټپي شوی او د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 


د مطلب کود: 116506

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116506/

جمهور
  https://www.jomhornews.com