افغان او قطري چارواکو پر سوله خبرې کړې دي

28 ثور 1398 ساعت 11:20

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره کتلي دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورنه وایي، ښاغلي رباني او د منځګړیتوب او شخړو د کمولو په چارو کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي مطلق القحطاني په سیمه کې پر روان وضعیت او افغان سولې خبرې کړې دي.

ښاغلي رباني د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر خبرو ټینګار کړی او د سولې په برخه کې یې د قطر له دوامداره مرستو مننه کړې ده.

نوموړي له مطلق القحطاني سره خبرو کې ویلي، د دې اړتیا ده، چې د افغانستان او قطر ترمنځ د همکاریو لړۍ نوره هم پراخه شي.

په ورته وخت کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي مطلق القحطاني ویلي، چې هېواد یې د سولې په برخه کې لا ډېرې همکارۍ ته ژمن دی.

باید و ویل شي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر تر دې دوه ورځې وړاندې د ازبکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره هم لیدلي او دواړو لورو پر افغان سوله او د سیمې پر روانو حالاتو خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116509

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116509/

جمهور
  https://www.jomhornews.com