فاریاب کې یوه پېغله د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوې ده

28 ثور 1398 ساعت 12:29

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په فاریاب ولایت کې یوه انجلۍ د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلې او په تور یې دوه تنه نیولي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په فاریاب ولایت کې یوه انجلۍ د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلې او په تور یې دوه تنه نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، انسان تښتوونکو دا نجلۍ له تښتولو وروسته د میمنې ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمو کې ساتله.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې د فاریاب د امنیه قوماندانۍ د درېیمې حوزې موظفینو د یوه عملیات په لړ کې دغه ۲۴ کلنه نجلۍ له انسان تښتونکو راخوشې.

په خبرپاڼه کې راغلي دغه نجلۍ خپلې کورنۍ ته سپارل شوې او دوه تنه انسان تښتوونکي نیول شوي، چې د پولیسو تر پلټنو لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پولیسو پرون په هرات ولایت کې هم پنځه تنه ډاکتر د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلي، څلور انسان تښتونکي یې نیولي او یو تن یې وژلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116513

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116513/

جمهور
  https://www.jomhornews.com