میر رحمن رحماني د ولسي جرګې د رییس په توګه اعلان شو

28 ثور 1398 ساعت 13:18

په ولسي جرګه کې د پروان ولایت استازی میر رحمن رحماني د دغه جرګې د رییس په توګه وټاکل شو.


په ولسي جرګه کې د پروان ولایت استازی میر رحمن رحماني د دغه جرګې د رییس په توګه وټاکل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ لپاره بیا ځلي ټاکنې وشوې، چې له ګڼو جنجالونو او ستونزو سره مخ وې.

ولسي جرګې نن شنبې د غوايي ۲۸ مه د جرګې د رییس د ټاکلو لپاره خپلې رایې وکارولې، خو یوه نوماندان هم پنځوس جمع یو رایه پوره نه کړه.

دا ځل د ریاست د څوکۍ لباره سیالي د کمال ناصر اصولي او میر رحمن رحماني تر منځ وه، ځکه د همدې پړاو په لومړي ځل ټاکنو کې دوی دواړو تر یاسیني او مجددي زیاتې رایې ګتلې وې.

د ولسي جرګې د نن ورځې نصاب ۲۴۷ تنه وو او د جرګې د موقت رییس په وینا بریالی نوماندان باید پنځوس جمع یو یعنې ۱۲۴ مثبتې رایې خپلې کړي.

په همدې اساس وکیلانو رایې وکارولې، خو میر رحمن رحماني ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رایې وګټلې، چې په دې سره دواړو ونه شوی کولی د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ خپله کړي.

د نن ورځې په رای اچونه کې ۵۳ باطلې، ۱۳ رایې سپینې وې، چې د ټولو رایو جمع ۲۴۴ کېده، چې د دریو رایو کمښت د وکیلانو تر منځ ستونزه راپورته کړه.

دا چې د وکیلانو تر منځ دا ستونزه په څه ډول حل شوې تر اوسه معلومات نشته، خو د غوندې پای شېبو کې د جرګې موقت رییس عطامحمد دهقان پور د پروان ولایت استازي میر رحمن رحماني، چې ۱۲۳ رایې یې وړې وې د ولسي جرګې د رییس په توګه اعلان کړ.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 


د مطلب کود: 116515

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116515/

جمهور
  https://www.jomhornews.com