د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، هلمند ولایت کې د هغه هوايي عملیاتو په اړه څېړنه کوي، چې په کې ګڼ شمېر افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید د تېرې پنشنبې غوايي ۲۶ مه د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې شوی دی.
د هلمند ولایتي شورا رییس ویلي وو افغان پولیس په سیمه کې د طالبانو سره په جګړه بوخت وو چې بهرنیو ځواکونو پرې هوايي برید کړی.
د هغه په وینا په دې برید کې ۱۶ افغان پولیس وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي، خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بیا د وژل شویو شمېر له اتو څه زیات او د ټپیانو ۱۲ تنه وښوده.
امریکايي ځواکونو تاييد کړه، چې هلمند کې د هوايي برید پر مهال افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي، چې عملیات وروسته له هغې وشول چې افغان ځواکونو ترې د هوایي ملاتړ غوښتنه وکړه.
له امنیت شورا په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې د ملي امنیت شورا دفتر د پيښې د دقیقې څیړنې لپاره یو مسلکي پلاوی ګمارلی چې د پیښې هر اړخیزه څیړنه وکړي او لازم تدابیر ونیسي تر څو په راتلونکې کې د دا ډول پېښو مخنیوی وشي.
خبرپاڼه وايي، دغه راز د هلمند ولایت رهبري او د عامې روغتیا وزارت ته یې لارښوونه کړې چې په پیښه کې د ټپیانو درملنه په سمه توګه وکړي او د اړتیا پر مهال د لا ښې درملنې لپاره یې کابل ته ولېږدوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي لومړنۍ موندنې ښيي چې د برید لپاره ناسم کوردینات شریک شوي وو او نور معلومات به د څیړنو تر بشپړیدو وروسته شریک شي.
جمهورخبري آژانس:کابل