د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر اولک سیرمولوتوف وايي، د افغانستان د اوسني حکومت او نورو ترمنځ له سیاسي بهیره پرته د افغانستان د سولې هڅې کامیابېدای نه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیرمولوتوف زیاته کړې، چې مسکو د افغانستان د سولې له پروسې سره د مرستې د ملګروملتو د تروریستي ډلو له لیسته د طالبانو له ایستلو سره موافق دی.
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اولک سیرمولوتوف ویلي، چې هېواد یې په خاصو شرایطو د ملګروملتو د تروریستي ډلو له لیسته د طالبانو د ایستلو ملاتړ کوي.
هغه تمه وښوده، چې طالبان به د ملګروملتو له تور لیسته ویستل شي او د سولې په خبرو کې به د افغانستان حکومت هم ګډون وکړي، ځکه په وینا یې د افغانستان د اوسني حکومت او نورو ترمنځ له سیاسي بهیره پرته د افغانستان د سولې هڅې کامیابېدای نه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل