امریکايي سناتور:

له افغانستانه په بېړه راوتل به لویه تېروتنه وي

29 ثور 1398 ساعت 8:53

امریکایې سناتور مارک وارنر وايي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو په بېړه را ایستل به یوه لویه تېروتنه وي او دا هېواد به له نور تاوتریخوالي سره مخ کړي.


امریکایې سناتور مارک وارنر وايي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو په بېړه را ایستل به یوه لویه تېروتنه وي او دا هېواد به له نور تاوتریخوالي سره مخ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وارنر ویلي، د افغانستان د امنیت او سولې لپاره د امریکا پوځ دېرې قربانۍ ورکړې او ډېرې پیسې مصرف شوې دي.

سناتور مارک وارنر زیاته کړې، چې د ده په فکر دا مناسبه ده، چې د وسله والو طالبانو سره خبرې اترې وشي او بهرني ځواکونه په بېړه ونه وځي.

هغه ټینګار کړی، که امریکا په بیړه او د یو منظم پوځي انتقال پرته د افغانستان څخه ووځي نو ممکن افغانستان بیرته تاوتریخوالو سره مخ شي، چې دا نه د افغانانو او نه هم د نړۍ لپاره ښه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116535

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116535/

جمهور
  https://www.jomhornews.com