۰
پاکستان:

اړوند ادارې دې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ګړندۍ کړي

یکشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۹
د پاکستان د سرحدي وزیر شهریار افریدي د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو او نورو اړوند ادارو غږی کړی، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ګړندۍ کړي.
اړوند ادارې دې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ګړندۍ کړي
د پاکستان د سرحدي وزیر شهریار افریدي د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو او نورو اړوند ادارو غږی کړی، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ګړندۍ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې وايي، افریدي دغه غوښتنه په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له مشر روینډریني مینیکډیویلا سره په لیدنه کې کړې ده.

نوموړي ویلي دي، چې پاکستان د افغان کډوالو په خپله خوښه ستنېدو ته لومړیتوب ورکوي خو نور باید د دې کډوالو د ستنولو لړۍ ګړندۍ کړل شي.

ورځپاڼې د پاکستان د سرحدونو چارو وزیر له قوله ویلي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یوازې ۱۵۲۸ کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

نوموړي په یو این ایچ سي ار غږ کړی دی چې مرستندویه ادارو ته دې لارښونه وکړي څو له دوی سره د افغان کډوالو په ستنولو کې مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي