۰

زابل کې له کلونو تړل شوی ښوونځي بېرته پرانستل شول

یکشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۲
د پوهنې سیمه ییز چارواکي وایي، زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوي ښوونځي له کلونو بندېدو وروسته بېرته پرانستل شول.
زابل کې له کلونو تړل شوی ښوونځي بېرته پرانستل شول
د پوهنې سیمه ییز چارواکي وایي، زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوي ښوونځي له کلونو بندېدو وروسته بېرته پرانستل شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د زابل د پوهنې رییس نصرالله زاهد ویلي، دغه ښوونځي د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې پرانستل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، څلور ښوونځي چې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسي طالبانو بند کړي و، د قومي مشرانو په مرسته پرانستل شوي دي.

د زابل د پوهنې ریسس وايي، په دې ښوونځیو کې تر اوسه ۷۲۰ زده کونکي ثبت کړي دي.

د سیمې خلکو او زده کوونکو پر دې خوشحالي ښودلې خو وایي ستونزې لا هم زیاتې دي، چې باید ورته جدي پاملرنه وشي.

جمهورخبري آژانس:زابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي