د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي مارکس پوتزیل په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، مارکس پوتزیل د قطر دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، دغه راز دواړو لورو پر سوله او د سولې په مذاکراتو کې د آلمان پر همکارۍ هم بحثونه کړي دي.
د شاهین په وینا آلمان ژمنه کړې چې د سولې په برخه کې همکارۍ ته تیار دي او افغان جګړه باید د خبرو له لارې حل شي.
آلمان همدا راز ویلي چې د سولې په تړاو به د قطر له دفتر سره خپلو تماسونو او اړیکو ته هم ادامه ورکوي.
د یادونې ده، چې د آلمان ځانګړي استازي مارکس پوتزیل تر دې وړاندې په کابل کې له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره کتلي وو او د سولې په اړه یې خبرې ورسره کړې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل