پوهنې وزارت د ښوونکو د معاشونو لوړولو طرحه ولسمشر ته لېږلې

30 ثور 1398 ساعت 9:00

پوهنې وزارت اعلان کړی په پام کې لري، چې د ښوونکو معاشونه لوړ کړي او په همدې موخه یې د معاشونو د لوړولو طرحه ولسمشر ته لېږلې ده.


پوهنې وزارت اعلان کړی په پام کې لري، چې د ښوونکو معاشونه لوړ کړي او په همدې موخه یې د معاشونو د لوړولو طرحه ولسمشر ته لېږلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پوهنې وزارت وايي په دې وروستیو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ښوونکو د معاشونو له کموالي شکایت کړی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي له همدې امله دوی د معاشونو د لوړلو طرحه ولسمشر ته استولې ده او د همدې روان کال په اوږدو کې به د ښوونکو په معاشونو کې زیاتوالی راشي.

خبرپاڼه وايي، د پر اساس د ۱۲ام پاس ښوونکي په معاش کې ۵۰۰ او د څوارلسم پاس ښوونکي په معاش کې ۱۰۰۰ افغانۍ ډېروالی راځي.

پوهنې وزارت زیاته کړې، چې د همدې طرحې له مخې به هر ښوونکي ته د ورځې اتیا افغانۍ د تګ راتګ کرایه هم ورکړل شي.
د دغه وزارت چارواکو ویلي، چې په هېواد کې د روان وضعیت او د ښوونکو د ډېروالي له امله دوی په کافي اندازه په معاش کې زیاتوالی نه شي راوستلی.

پوهنې وايي، د دغه طرحې تایید به د ښوونکو د فکري آرامتیا لامل شي او دغه راز به د زده کړو پر کیفیت هم مثبته اغېزه ولري.

دغه راز وزارت زیاتوي، چې دوی ژمن دي، چې د ښوونکو د ژوند وضعیت د ښوالي په موخه هغوی ته د دوی د اوسېدو ځای ته نېږدې په اوږد مهاله قسطونو رهایشي اپارتمانونه هم ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116566

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116566/

جمهور
  https://www.jomhornews.com